حضرت علی : هر کس کلمه ای به من بیاموزد مرا بنده خویش می کند×××حضرت عمر:دوستان را بر مبنای تقوا و پرهیزکاری انتخاب کن.
حضرت علی : هر کس کلمه ای به من بیاموزد مرا بنده خویش می کند×××حضرت عمر:دوستان را بر مبنای تقوا و پرهیزکاری انتخاب کن.
میرمن سپینه
میرمن
سپینه، دختر نورمحمدالکوزی، معاصر یار محمدخان الکوزی وزیر هرات در نیمه
اول قرن ١٩بود. در سال١٢۵۵ق= ١٨٣٧م که ایرانیان برهرات حمله کردند و آنرا
تحت محاصره درآوردند، این زن با احساس صحنه های جنگ وتلاش افغانها برای
دفاع از هرات را در اشعار حماسی خود به تصویر کشیده است. احساس عالی وطن
دوستی وتوانائی او را درشعر ذیل میتوان دید
غلیم په شــــــــهر بـیا هجوم راوړی
مخ ته ئی ولاړ دی یار محمدپیاوړی
زموږ پشتانه لکه زمری جنگیږ ی
ولی دویــنو پر حصار بهــــیږ ی
هرات په وینو دپشتون شو گلرنگ
پشتون زخمی دی دغلیم په خدنگ
یارمحمد وایی پشتـــــــنو زما زمرو
توله راو وزی وسله دار له کــورو
پر غلیم وکــــړی یو هجـــوم کــړندی
هرات له لاسه په ژوندون مه باسی
دا خو زموږ کور زموږ وطن دینه
دا زموږ تاتوبی زموږ مامن دینه
کــــفن په غــاړه دا وطن وساتی
زموږ دپلرو شکلی مدفن وساتی
دلته پراته دی ننگیالی نیکه گان
دلته بهـــیږ ی وینی تــل د افغان
هرات زموږ دی زموږ کور دینه
زموږ نغری دی، زموگور دینه
دشمن راغـــلی تر دیــواله دکور
ولاړسی دادی دپشتون لوی پیغور
کامران ناری کړی چی پشتونه کامه
تـــــوره راباسه مــره پــرننگه نامه
مه بایله ځان اوسه ولاړ پر حصار
د پشتانه پــرننگه ځان کړه ایـــثار
بویه غیرت چی موناموس خوندی سی
نوم دپشتون نوم داولس خوندی سی
زلمو چی واوریدی ناری غلبلی
له یار محـــمد او کامــرانه دلی
له کلا و واته زمریانوپه حیر
پـــر دشمنانویی جـــوړ کړلتیر
سرونه یی غح کړه د دشمن په توره
مـــور یی کــــړه پــــر غلیمانو بوره
دشمن شومات راغی دوران دکامران
دیــار محـــمد د بری ستوری ځلان